ایکنا نیوز د امام کاظم(ع) پوهنځي د ټولنیز چ ینل له قوله راپور راکړ، د امام کاظم(ع) پوهنځي په همت سره د ترتیل فرائت او دتحقیق قرآئت په څانګو کې د محصیلیونو ځانګړي ؛الفاتحه ؛نومې نړیوالو سیالیو دریم پړاؤ د وبینار له لارې ترسره کیږي.
ددغه پوهنځي د کمپاین په اساس، دتلاؤت او حفظ د نړیوالو او د هیواد دننه د روتبې ګټونکي قاریان او حافظان د قرآن په دغو انټرنیټي سیالیو کې ګډون نشي کولی.
د اسراء سورې له ۴ تر ۸پورې آیتونو قرآئت ،د ؛الفاتحه ؛ سیالیو ددغه پړاؤ موضوع ده اوپه دغو سیالیو کې ګډون ته ګروهمن کسان باید دخپل تلاؤت ویډیوئي کلیپونه او له اکو پرته او د غږیز افیکټ په کارولو سره په واټس اپ باندې راولیږي.
د ښاغلو دتلاؤت دویډیوئي کلیپونو د لیږد لینک https://chat.whatsapp.com/HnFKmcfeaXo۱aZDhJX۷Ryw
د میرمنو د تلاؤت د ویډیوئي لینک لپاره ایډریس https://chat.whatsapp.com/ImIJq۳dT۰JMD۹dAQqTD۷Ly
یاده دې وي چې د محصیل ، نامه ،کورنۍ نامه ، هیواد او د زده کړې پوهنتون نامه د ویډیوئي کلیپ د فایل په پیل کې چې په واټس اپ لیږل کیږی ضروري ده .